وال سټریټ جرنل راپور ورکړ چې پنټاګون شاوخوا دوه زره او دوه سوه کسیز شپږویشتم سمندري ځواک ختیځې منځنۍ ختیځ ته واستولی. دا چټک عکس العمل ځواک کولای شي د هرمز د تنګې د خلاصولو لپاره په احتمالي سناریوګانو کې وکارول شي.
د دې راپور له مخې یو اختیار چې په بررسۍ کې دی د هرمز تنګې ته نږدې د ایران د یوې یا څو ستراتیژیکو ټاپوګانو لنډمهاله نیول دي. دا کړنه کولای شي د تهران د سوداګریزو کښتیو پر وړاندې د بریدونو د ودرولو لپاره د فشار د اهرم په توګه وکارول شي.
دا ځواک چې د یو ایس ایس تریپولي په امفیبیس برید کښتۍ کې ځای لري د امفیبیس او هوایي عملیاتو اجرا کولو وړتیا لري. د خارک، قشم، کیش او هرمز ټاپوګان کولای شي د داسې عملیاتو احتمالي هدفونه وي.
#ایران #امریکا #د\_هرمز\_تنګه #منځنۍ\_ختیځ