د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان په دې وروستیو کې د خپل هیواد پر قضایي سیسټم سخته نیوکه کړې او ویلي یې دي چې قاضیانو خپل روح او صداقت پلورلی دی. هغه دا بنسټونه په کلکه فاسد وبلل.

ښاغلي خان څرګنده کړې چې د پاکستان قضايي چارواکو عدالت د شخصي امتیازاتو په بدل کې معامله کړی دی. هغه زیاته کړې چې د خپل حق غوښتلو لپاره یې څو ځله محکمې ته مراجعه کړې خو کومه مثبته پایله یې نه ده ترلاسه کړې.

عمران خان د خپلې مېرمنې د وضعیت په اړه هم ژوره اندېښنه وښوده او ویې ویل چې هغه د قاضیانو په امر څلورویشت ساعته په یوازېتوب کې ساتل کېږي. دغو څرګندونو په پاکستان کې سیاسي جنجالونه زیات کړي دي.

#پاکستان #عمران\_خان #سیاست #عدالت #محکمه

🌐

Author