د طالبانو د حکومت سرحدي چارواکو هغه خپاره شوي راپورونه په کلکه رد کړل چې ګواکې د تورخم دروازه به د وري په پنځمه نېټه پرانستل شي. د سرحدي پولیسو ویاند عبیدالله عقاب فاروقي ټینګار وکړ چې دا مهمه لاره به لا هم تړلې وي.

تر دې وړاندې پاکستاني سرچینو ادعا کړې وه چې دا دروازه به نن چهارشنبه پرانستل شي. د دغو سرچینو په وینا دا پرېکړه ظاهرا له پاکستان څخه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لپاره او د طالبانو د حکومت په غوښتنه شوې وه.

خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې په بشپړه توګه رد کړې دي. د تورخم دروازې تړل کېدل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ یوه لویه لاره ده د سوداګرو او عامو خلکو لپاره یې ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.

#افغانستان #تورخم #سرحد

🌐

Author