د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر تورک د منځني ختیځ اوسنی وضعیت ډېر خطرناک او نه اټکل کېدونکی بللی دی. نوموړي خبرداری ورکړی چې سیمه د یوه نه کنټرولېدونکي ناورین په درشل کې ده.
د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي چارواکي ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید اجازه ورنکړي چې جګړه بیا په نړیوالو اړیکو کې د یوې وسیلې په توګه وکارول شي. هغه په سیمه کې د تاوتریخوالي د سمدستي درولو غوښتنه وکړه.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کیږي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د خلیج په څو هیوادونو باندې د ایران د اسلامي جمهوریت د وروستیو بریدونو د څیړلو لپاره بیړنۍ غونډه جوړه کړې ده.
#ملګري\_ملتونه #منځنی\_ختیځ #بشري\_حقونه
🌐