په کاپیسا ولایت کې سیمه ییزو چارواکو راپور ورکړی چې یوه ښځه او لور یې د ځمکې ښویدنې له امله د اوبو په یوه څاه کې لویدلي دي. له بده مرغه مور په دې پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په دې ولایت کې د طالبانو حکومت د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رییس وايي چې دا پیښه د سختو بارانونو او د څاه شاوخوا د ځمکې ښویدنې له امله رامنځته شوې ده. دا پیښه د محمد عمرخیل په سیمه کې شوې ده.
د دې کورنۍ اته کلنه لور د ځايي خلکو په مرسته ژغورل شوې خو سخته ټپي ده او روغتون ته لیږدول شوې ده. په ټول هیواد کې وروستیو سیلابونو او بارانونو ډیر ځاني زیانونه اړولي دي.
#افغانستان #کاپیسا #پیښه
🌐