د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي چې ایراني چارواکي په خپلو ښکاره دریځونو کې یوازې نمایش کوي، خو په پټه د خبرو غوښتونکي دي. کارولین لیویټ ټینګار وکړ چې ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره د خبرو میز ته ستنیدو ته ډیر لیواله دی.

هغې زیاته کړه چې پټې خبرې په ښه توګه روانې دي، په داسې حال کې چې د ایران بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې د امریکا وړاندیزونه غیر منطقي بللي وو. د هغې په وینا، د خبرو اصلي حقیقت له هغه څه سره بشپړ توپیر لري چې په رسنیو کې ویل کیږي.

په ورته وخت کې، سپینې ماڼۍ د ایران د اهدافو پر وړاندې د امریکا د پوځي عملیاتو د بریالي دوام خبر ورکړ. لیویټ خبرداری ورکړ چې دا د ایران لپاره یو تاریخي فرصت دی چې له خپلو اټومي پروګرامونو تیر شي.

#امریکا #ایران #سپینه\_ماڼۍ

🌐

Author