د اسراییل پر انرژۍ تاسیساتو د ایران له برید وروسته، ډونالډ ټرمپ تهران ته جدي خبرداری ورکړی دی. هغه اعلان کړی چې په راتلونکې یوه اونۍ کې به څرګنده شي چې ایا ایراني چارواکي له واشنګټن سره همکارۍ ته چمتو دي او که نه.
دا څرګندونې وروسته له هغه کیږي چې په اسراییل کې د تیلو تاسیسات او په سیمه کې ځینې زیربناوې په نښه شوې. ټرمپ ادعا کوي چې د ایران د واک په جوړښت کې یوه نوې او منطقي ډله واک ته رسیدلې ده.
د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی چې که هوکړه ونشي، پوځي غوراوي به په جدي توګه د میز پر سر وي. هغه ګواښ کړی چې د ایران د تیلو مهم تاسیسات او د بریښنا بندونه ښايي په نښه شي.
#امریکا #ایران #اسراییل
🌐