په پیښور ښار کې یوې لویې قومي او سیاسي جرګې د طالبانو له حکومت او پاکستان څخه غوښتي چې خپلو نښتو ته د پای ټکی کیږدي. دا جرګه له اونیو سرحدي تاوتریخوالي وروسته چې ډیره مرګ ژوبله یې اړولې، جوړه شوې ده.

پاکستان تل ادعا کوي چې وسله والې ډلې د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي دي. په وروستیو نښتو کې د دواړو لورو ترمنځ هوايي او توپچي بریدونه هم شامل وو.

د دې جرګې جوړونکو د طالبانو حکومت له مشرانو هم غوښتي چې د ورته شوراګانو په جوړولو سره د خبرو لپاره لاره هواره کړي. ګډونوال ټینګار کوي چې جګړه د حل لاره نه ده او باید ډیپلوماسۍ ته فرصت ورکړل شي.

#افغانستان #پاکستان #د\_سولې\_جرګه

🌐

Author