د هېواد د ۱۷ کلنو د فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د اتلولۍ جام سیالیو په لړ کې د ترکمنستان له ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي. دغو سیالیو د افغان سپورت مینه والو ته ډېره لېوالتیا پیدا کړې ده.
دا په زړه پورې لوبه نن سه شنبه د کابل پر وخت مازیګر څلور نیمې بجې ترسره کېږي. د ازبکستان پلازمېنه تاشکند د دغو معتبرو سیمه ییزو سیالیو کوربه توب کوي.
افغان ملي لوبغاړو په خپله لومړۍ لوبه کې د قرغزستان پر وړاندې د دوه پر یو پایلې سره ماتې وخوړه. دا جام د افغانستان په ګډون د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو په شتون کې پیل شوی او لس ورځې به دوام وکړي.
#فوټبال #افغان\_سپورت #ملي\_لوبډله
🌐