د سره صلیب نړیوالې کمیټې اعلان کړی چې روان میلادي کال کې به څه باندې څوارلس میلیونه افغانان بشري مرستو او روغتیایي خدماتو ته اړتیا ولري. دا په داسې حال کې ده چې د کلونو جګړو او اقتصادي ستونزو د هیواد روغتیایي سیسټم تر سخت فشار لاندې راوستی دی.
دې کمیټې زیاته کړې چې له سختو شرایطو سره سره د لسګونو روغتونونو او کلینیکونو ملاتړ خلکو ته د لومړنیو پاملرنو په وړاندې کولو کې مهم رول لوبولی دی. تیر کال میلیونونه ناروغان چې ډیری یې میرمنې او ماشومان وو دې خدماتو ته لاسرسی پیدا کړ.
د سره صلیب د راپور له مخې د دې بنسټ ملاتړیزو برنامو د ولایتي روغتونونو ظرفیت لوړ کړی او کارمندانو ته روغتیایي روزنې ورکړل شوي دي. دې اقداماتو د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د زرګونو خلکو ژوند ژغورلی دی.
🌐 #افغانستان #سره\_صلیب #روغتیا