د خپلواکو ګډو ګټو هیوادونو ټولنې په تاجیکستان کې د یوې ناستې پر مهال خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ناپایدار سیاسي او پوځي وضعیت د منځنۍ اسیا د پولو پر امنیت ناوړه اغیزې کولی شي.

په دې ناسته کې د روسیې او تاجیکستان په ګډون د څو هیوادونو استازو برخه اخیستې وه او د بهرنیو سرحدونو د ثبات ساتلو لپاره یې پر عملي اقداماتو مهم بحثونه وکړل.

سره له دې چې د طالبانو حکومت ډاډ ورکړی چې د افغانانو خاوره به د نورو پر ضد نه کارول کیږي، خو یادې ټولنې بیا هم د سیمې پر امنیت د اوسني وضعیت د منځمهاله پایلو په اړه سخته اندیښنه ښودلې ده.

#امنیت #افغانستان #منځنۍ\_اسیا

🌐

Author