د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف اعلان کړی چې د اوربند منل او له امریکا متحده ایالاتو سره بیاځلي خبرې کول په بشپړه توګه غیر منطقي دي.
نوموړي د دې دریځ لامل د امریکا لخوا د خپلو ژمنو پرله پسې ماتول او د تهران او واشنګټن ترمنځ ژوره تاریخي بې باوري یاده کړې، چې اړیکو ته یې سخت زیان رسولی دی.
په غبرګون کې سپینې ماڼۍ ویلي چې امریکا هیڅکله د ایران د غوښتنو نوملړ نه دی منلی او یوازې هغه هوکړه مني چې د دوی ملي ګټې خوندي کړي.
#ایران #امریکا #منځنی\_ختیځ
🌐