د افغانستان د اولس کلنو څخه د کم عمره فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د اتلولۍ جام سیالیو په لړ کې د ازبیکستان له پیاوړې لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته وځي.

دا په زړه پورې لوبه نن له غرمې وروسته د کابل پر وخت د تاشکند ښار په کوربه توب ترسره کیږي، ترڅو افغان ځوانان د بریا لپاره خپل بخت و ازمويي.

په دې ټورنمنټ کې دا د هیواد د ملي لوبډلې دریمه لوبه ده؛ دوی تر دې وړاندې د قرغزستان پر وړاندې ماتې خوړلې او له ترکمنستان سره یې مساوي لوبه کړې ده.

#ورزش #فوټبال #افغان\_سپورت

🌐

Author