د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې پر بې ګناه ملکي وګړو د نامعلومو وسله والو ظالمانه برید په کلکه غندلی او هغه یې یو بشپړ غیر انساني عمل بللی دی.

ښاغلي کرزي د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره په ایکس ټولنیزه شبکه کې پخپله شخصي پاڼه لیکلي چې دې دردونکې پېښې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یو شمېر بې ګناه هېوادوالو ژوند اخیستی او ډېر یې ژوبل کړي دي.

دا تند غبرګونونه په داسې حال کې راپورته کیږي چې د طالبانو حکومت د یوه شکمن کس د نیولو خبر ورکړی دی. اړونده چارواکو په کلکه اعلان کړی چې د دې مرګوني برید د نورو عاملینو د نیولو لپاره دقیقې پلټنې په جدي توګه روانې دي.

🌐

#حامد\_کرزی #هرات #بشری\_حقونه

Author