د ولسي جرګې پخواني غړي رمضان بشردوست په جنجالي څرګندونو کې ادعا کړې چې د جمهوریت د دورې ډیری خونړي بریدونه د هغه وخت د امنیتي ادارو لخوا ترسره کیدل. هغه په ځانګړي ډول د “روښنايي غورځنګ” برید د ملي امنیت شورا کار وباله .
بشردوست همدارنګه ادعا وکړه چې د مولوي ایاز نیازي، یما سیاوش او جنرال داوود داوود ترور د تیر حکومت دننه د کړیو لخوا تنظیم شوی و. هغه وویل چې دا پیښې په ناحقه مخالفینو ته منسوبیدلې .
دا درانه تورونه تر اوسه د تیر حکومت د چارواکو له رسمي غبرګون سره نه دي مخ شوي. دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې لا هم د تیرو کلونو د امنیتي پیښو په اړه د خلکو په ذهنونو کې ډیرې پوښتنې شته .

افغانستان #سیاست #رمضانبشردوست #جمهوریت #امنیت #ځانمرګي #روښناييغورځنګ #سپیناوی #خبرونه