د افغان کرکټ وتلی ستوری راشد خان د کرکټ نړیوالې ټولنې د لوبغاړو مشورتي بورډ د نوي غړي په توګه ټاکل شوی دی. دې بنسټ د نویو بدلونونو په اعلانولو سره ټینګار کړی چې د کرکټ په مهمو نړیوالو پرېکړو کې به د لوبغاړو رول لا پسې پیاوړی شي.

له راشد خان سره یو ځای د بېلابېلو هېوادونو یو شمېر نور پېژندل شوي لوبغاړي هم د دې مشورتي پلاوي په ترکیب کې اضافه شوي دي. دا پلاوی له وتلو څېرو جوړ دی چې په نړیواله کچه د دې لوبې د مهمو مسایلو په اړه ارزښتناکې مشورې ورکوي.

د کرکټ نړیوالې ټولنې ویلي چې دا ګام له ملي لوبډلو سره تر وروستیو غونډو وروسته اخیستل شوی دی. د دې کار موخه په نړیواله کچه د دې ورزشي څانګې د ودې، پایښت او راتلونکي بریالیتوب لپاره د لوبغاړو د پیوستون پیاوړي کول بلل شوي دي.

#راشد\_خان #افغان\_کرکټ #کرکټ

🌐

Author