په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازي امیر سعید ایرواني د سیمې له څو عربي هېوادونو څخه د غرامت یا تاوان غوښتنه کړې ده. هغه پر دغو هېوادونو تور لګولی چې د تهران پر وړاندې یې خپل نړیوال مسوولیتونه نقض کړي دي.

دغه ایراني ډیپلوماټ ټینګار کړی چې سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر، بحرین او اردن باید اوښتي زیانونه جبران کړي. دا څرګندونې په سیمه کې د دیپلوماتیکو تاوتریخوالو د زیاتېدو ښکارندویي کوي.

ایرواني دا هم زیاته کړې چې تهران به په نړیوالو غونډو کې د دې زیانونو د ترلاسه کولو موضوع په جدي توګه تعقیب کړي. تر اوسه په نښه شویو عربي هېوادونو د ایران د استازي دې ادعاوو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

🌐 #نړۍ #منځنی\_ختیځ #ایران

Author