د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې د پوځي شخړو زیاتېدل کولی شي په ټوله نړۍ کې له دوه دېرش میلیون څخه ډېر کسان د سختې بې وزلۍ له ګواښ سره مخ کړي. دا بحران نړیوال اقتصاد ګواښي.
د دې پروګرام مشر الکساندر دکرو ویلي چې نړۍ اوس د انرژۍ، خوړو او د اقتصادي ودې د کمېدو له درې اړخیز شاک سره مخ ده. د سوداګریزو لارو د محدودیت له امله د انرژۍ د بیو لوړېدل پر بې وزلو هېوادونو دوه برابره فشار راوړی دی.
د دې بشري ناورین د مخنیوي لپاره، ملګرو ملتونو وړاندیز کړی چې په مخ پر ودې هېوادونو کې زیان منونکو کورنیو ته شاوخوا شپږ میلیارد ډالره نغدي مرستې ځانګړې شي، ترڅو بې وزلۍ ته د هغوی د بیا ستنېدو مخه ونیول شي.
🌐 #نړۍ #منځنی\_ختیځ #ملګري\_ملتونه