ملګرو ملتونو په خپل نوي راپور کې ویلي چې په تېر میلادي کال کې د بشري مرستو کمېدو په افغانستان کې اړین خدمات او بازارونه تر سخت فشار لاندې راوستي دي. د کډوالو راستنېدو او اقلیمي بدلونونو دا اقتصادي بحران لا پسې زیات کړی دی.
د دې ننګونو سره سره، افغانانو د نړیوالو بنسټونو په مرسته ښه مقاومت ښودلی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو چارواکو تایید کړې چې میلیونونه افغانان د روغتیایي او معیشتي ملاتړ څخه برخمن شوي دي او نوي کاري فرصتونه یې ترلاسه کړي دي.
تېر کال په افغانستان کې له څلور دیرش ملیونونو څخه زیاتو کسانو ته مرستې رسول شوي دي. ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره د نړیوالو همکاریو دوام اوس هم یوه اړینه مسله ده.
#افغانستان #ملګري\_ملتونه #بشري\_مرستې
🌐