د کاتالونیا پارلمان په یوه تازه بیان کې ویلی دی چې په افغانستان کې د هزاره ټولنې وضعیت ډیر د اندیښنې وړ دی. دوی ټینګار کوی چې د حکومت طالبان تر واکمنۍ لاندې دا خلک له جدی بشری ګواښونو سره مخ دی.
په دغه بیان کې د هزاره ګانو پر وړاندې تاریخی تاوتریخوالی او سیستماتیک تبعیض ته اشاره شوې ده. پارلمان خبرداری ورکړی چې د دې ټولنې پر وړاندې دوامداره بریدونه او محدودیتونه کیدای شی د جنګی جنایتونو او نسل وژنې بڼه ولری.
دې پارلمان له نړیوالې ټولنې غوښتی چې په افغانستان کې د ملکی وګړو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړی. دوی همدارنګه د قربانیانو لپاره د عدالت تامین او له کډوالو سره پر مرستو ټینګار کړی دی.
🌐 #افغانستان #بشری\_حقوق #هزاره\_ګان