د امریکا پخوانی ولسمشر دونالد ټرمپ خبرداری ورکړی چې پر امریکایی کښتیو د ایران هر ډول برید به له سخت غبرګون سره مخ شی. هغه ټینګار کړی که چیرې امریکایی کښتۍ په نښه شی، ایران به له خاورې سره خاورې شی.
دا تندې څرګندونې په داسې حال کې کیږی چې د امریکا مرکزی قوماندانۍ مخکې له ایرانی ځواکونو غوښتی وو چې له امریکایی پوځی شتمنیو څخه لیرې پاتې شی. امریکایی ځواکونو په دې وروستیو کې په هرمز تنګی کې څو ایرانی کښتۍ ډوبې کړې دی.
امریکایی پوځی چارواکی وایی چې د سوداګریزو کښتیو د خوندیتوب لپاره یې په سیمه کې پرمختللی دفاعی سیسټمونه ځای پر ځای کړی دی. دوی ژمنه کړې چې په فارس خلیج کې به د نړیوالو کښتیو دفاع ته دوام ورکوی.
🌐 #امریکا #ایران #ټرمپ