په ننګرهار ولایت کې د تیرو جګړو څخه د پاتې شویو چاودیدونکو توکو چاودنې د یوه افغان ماشوم ژوند واخیست او یو بل یې ټپي کړ. په دې ولایت کې د طالبانو د حکومت د پولیسو قوماندانۍ د دې زړه بوږنونکې پیښې په تاییدولو سره ویلي چې دا ماشومان په لوبو بوخت وو چې چاودنه رامنځته شوه.

د راپورونو له مخې ټپي شوی ماشوم سمدلاسه د درملنې لپاره یوې ځایی شفاخانې ته لیږدول شوی دی. له دې پیښې وړاندې هم په پروان ولایت کې په ورته پیښه کې یوه شل کلن ځوان د یوې سرګلولې د خلاصولو د هڅې پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړ او درې نور کسان ټپیان شول.

رسمي شمیرې ښیي چې په تیر یو کال کې لسګونه افغان وګړي د ماینونو او نه چاودیدونکو مهماتو د چاودنو له امله وژل شوي دي. د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د دې وژونکو پیښو ډیری قربانیان هغه بې ګناه ماشومان دي چې د لوبو پرمهال له دې توکو سره مخ کیږي.

#افغانستان #ننګرهار #چاودنه #ماشومان

🌐

Author