د جنسیس ای ای په نوم یوه فرانسوي استارټاپ په دې وروستیو کې د مصنوعي ځیرکتیا یو نوی ماډل معرفي کړی دی. دا ماډل رباتونو سره مرسته کوي چې د انسانانو په څېر انعطاف منونکي وي او ورځنۍ چارې په اسانۍ ترسره کړي.

یوه ویډیو ښیي چې د دې ربات لاسونه کټ مټ د انسانانو په څېر حرکت کوي او کولی شي پیانو وغږوي. دا ربات حتی دا وړتیا لري چې په یوه لاس هګۍ ماتې کړي چې ډېره حیرانوونکې ده.

دې شرکت اعلان کړی چې دا پرمختللی ماډل د نورو شرکتونو لخوا جوړ شویو رباتونو کې هم کارول کېدی شي. دا ټیکنالوژي کولی شي په راتلونکي کې په کورونو او فابریکو کې د کار کولو بڼه بدله کړي.

🌐 #ټیکنالوژي #رباتیک #مصنوعي\_ځیرکتیا

Author