د افغانستان د پخواني ولسمشر حفيظ الله امين مېرمن پتمن امين په المان هېواد کې ساه ورکړه. د افغانستان ملي ديموکراتيک ګوند په ټولنيزو شبکو کې د يو پيغام په خپرولو سره د هغې مړينه تاييد کړې او هغه يې د افغان ښځو د مبارزې بېلګه بللې ده. تر اوسه د هغې د مړينې لامل نه دی څرګند شوی.
پتمن امين په ديارلس سوه اته پنځوسم لمريز کال کې د شوروي ځواکونو په پوځي عملياتو کې د خپل خاوند تر وژل کېدو وروسته ونيول شوه. هغې له خپلو ماشومانو سره شاوخوا شپږ کاله د کابل په څرخي پله زندان کې تېر کړل او ډېرې سختې ورځې يې وليدې.
هغه له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته لومړی پاکستان ته مهاجره شوه او بيا يې المان ته سفر وکړ. حفيظ الله امين د خلق ديموکراتيک ګوند د واکمنۍ دويم ولسمشر و چې د واک دوره يې له ډېرو تاوتريخوالو سره مله وه.
#افغانستان #پتمن\_امين #افغان\_ښځې
🌐