د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو د ډونالډ ټرمپ او د نړۍ د کاتوليکانو د مشر ترمنځ له وروستيو ناندريو وروسته په واتيکان کې له څوارلسم پاپ لئو سره وکتل. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې دا خبرې اترې د منځني ختيځ پر وضعيت او مهمو نړيوالو موضوعاتو تمرکز درلود.
دا ليدنه چې شاوخوا دوه نيم ساعته يې دوام وکړ په تېر يو کال کې د پاپ لئو او د ټرمپ د حکومت د يوه لوړپوړي چارواکي ترمنځ لومړنۍ رسمي ليدنه ګڼل کېږي. ښاغلي روبيو له پاپ سربېره د واتيکان د بهرنيو چارو وزير پيټرو پارولين سره هم وکتل او د نړيوالې سولې په اړه يې نظرونه تبادله کړل.
دا خبرې اترې په داسې حال کې ترسره شوې چې د سپينې ماڼۍ او واتيکان ترمنځ اړيکې په وروستيو اونیو کې د ټرمپ د کډوالۍ پر تګلارو او له ايران سره پر شخړو د پاپ د صريحو نيوکو له امله سختې ترينګلې شوې وې.
#واتيکان #امريکا #مارکو\_روبيو
🌐