ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې اوسمهال په افغانستان کې څه باندې دیارلس اعشاریه اته میلیونه کسان د خوړو له سخت نه خوندیتوب سره مخ دي. په دې کې نږدې پنځه میلیونه ماشومان او امیندواره یا شیدې ورکوونکې میندې په خوارځواکۍ اخته دي.
د دې راپور پر بنسټ، اقتصادي سقوط، بیکاري، اقلیمي بدلونونه او د خوراکي توکو د بیو لوړېدل په افغانستان کې د لوږې د زیاتوالي اصلي لاملونه دي. د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د مرستندویه خوراکي توکو زیرمې په شدت سره کمې شوې دي.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام رییس ټینګار کړی چې د میلیونونو میندو او ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره تغذیوي مرستې اړینې دي. هغه د دې مرستو پرې کېدل په هېواد کې د زیان منونکو کسانو د ژوند لپاره یو ستر ګواښ بللی دی.
#افغانستان #لوږه #ملګري\_ملتونه
🌐