د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د ایران وسله وال ځواکونه هر ډول یرغل ته پرېکنده ځواب ویلو ته چمتو دي. هغه ټینګار کړی چې د امریکا تېروتنې به ناوړه پایلې ولري.
قالیباف خبرداری ورکړی چې ایران ټولو انتخابونو ته چمتو دی او امریکایان به حیران شي. دا څرګندونې وروسته له هغه کیږي چې ټرمپ د جګړې پای ته رسولو لپاره د ایران وړاندیز رد کړ او د دې هېواد مشران یې د نه باور وړ وبلل.
د ایران د پارلمان رییس دا هم ویلي چې د ایران د خلکو د حقونو منلو پرته بله هیڅ لاره نشته. هغه ټینګار کړی چې د دې بهیر اوږدېدل به یوازې د امریکایي مالیه ورکوونکو لګښتونه زیات کړي.
#ایران #امریکا #شخړه
🌐