د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناءالله ادعا کړې چې په زرګونو ترهګر د افغانستان په خاوره کې پوځي زده کړې ترلاسه کوي. هغه وايي چې دا کسان په پاکستان کې د بریدونو لپاره چمتو کیږي.

دغه پاکستاني چارواکي د خپل هیواد په سنا مجلس کې ټینګار وکړ چې حکومت به یې د دې ډلو د پټنځایونو په نښه کولو ته دوام ورکړي. هغه خبرداری ورکړ چې د دې ګواښونو سره په مبارزه کې به هیڅ ډول جوړجاړی ونشي.

د طالبانو حکومت تل په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو ډلو شتون رد کړی دی. افغان چارواکي ټینګار کوي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د دوی خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي.

🌐 #افغانستان #پاکستان #امنیت

Author