په کابل کې سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې د پنجشنبې په سهار وختي د افغانستان د پلازمینې په فضا کې د بې پیلوټه الوتکو د ګزمې غږ اوریدل شوی دی. د دې الوتکو د الوتنې سره سم د ښار په بیلا بیلو برخو کې د الوتکې ضد ډزو غږونه هم اوریدل شوي چې د ښاریانو د اندیښنې لامل شوي دي.
د عیني شاهدانو په وینا د دې نامعلومو الوتکو غږ د نږدې دوو ساعتونو لپاره دوام درلود خو د کابل هوایی ډګر ته څیرمه له پرله پسې ډزو وروسته ورک شو. د طالبانو حکومت تر اوسه د دې پیښې او د کابل پر فضا د بې پیلوټه الوتکو د الوتنې په اړه رسنیو ته کوم رسمي وضاحت نه دی ورکړی.
دا پیښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ سیاسي او نظامي تاوتریخوالی د پام وړ زیات شوی دی. تر دې وړاندې پاکستاني جنګي الوتکو څو ځله د افغانستان په خاوره کې دننه بمبارۍ کړې دي چې له امله یې ګڼ شمیر بې ګناه ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان دي.
#کابل #افغانستان #طالبان #امنیت
🌐