ملګرو ملتونو د امريکا متحده ايالاتو له لوري د يو اعشاريه اته ميليارده ډالرو په ارزښت د نويو بشري مرستو د کڅوړې خبر ورکړى دى. دا بوديجه به په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه افغانستان کې بيړنيو فعاليتونو ته وده ورکړي.
د ملګرو ملتونو چارواکي وايي چې دا نوې مرسته به مرستندويه بنسټونو ته اجازه ورکړي چې د ميليونونو اړمنو کسانو ژوند وژغوري. افغانستان لا هم د نړۍ يو له سترو بشري بحرانونو څخه دى او له سخت مالي کمښت سره مخ دى.
دا مرستې په داسې حال کې اعلانېږي چې په افغانستان کې ميليونونه کسان له خوارځواکۍ او د خوړو له نشتوالي سره مخ دي. دا بوديجه به د خوړو او روغتيايي خدمتونو په برابرولو کې ولګول شي.
#ملګري\_ملتونه #بشري\_مرستې #افغانستان
🌐