د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال فدراسيون ويلي چې په کونړ ولايت کې له خونړۍ زلزلې شپږ مياشتې وروسته لا هم څه دپاسه دوه سوه او يوويشت زره کسان بيړنيو مرستو ته اړتيا لري. دا پېښه د سخت اقتصادي بحران په ترڅ کې رامنځته شوې ده.

د راپورونو له مخې دې زلزلې له دوه زرو ډېر کسان وژلي او زرګونه نور يې ټپيان کړي دي. د خلکو کورونه ويجاړ شوي او اوسمهال په خېمو کې له روغتيايي خدمتونو او پاکو اوبو پرته ژوند کوي. ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر زيان منونکي دي.

سره له دې چې ځينې مرستې وېشل شوي خو مرستندويه بنسټونه خبردارى ورکوي چې د اړتيا وړ بوديجې يوازې يو دېرش سلنه برخه برابره شوې ده. د کډوالو راستنېدل هم د دې بحران د لا پراختيا لامل شوي دي.

#افغانستان #کونړ\_زلزله #سره\_صلیب

🌐

Author