د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له هندي سیال سره لیدنه کې د هرمز تنګي امنیت ټینګښت د خپل هیواد تاریخي دنده بللې ده. هغه ټینګار کړی چې ایران به تل د دې اوبلارې د ساتونکي په توګه عمل کوي.

عراقچي په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې ایران د ټولو دوستو هیوادونو لپاره د باور وړ شریک دی او هغوی کولی شي د سوداګرۍ پر امنیت بشپړه تکیه وکړي. دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې کړکیچ زیات شوی دی.

ایران تر دې وړاندې له امریکا او اسراییلو سره د شخړو وروسته هرمز تنګی د دوی کښتیو پر مخ تړلی و. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د امریکایي ځواکونو لخوا د ایران بندرونو د کلابندۍ خبر ورکړی دی.

#نړۍ #ایران #هرمز\_تنګی #منځنی\_ختیځ

🌐

Author