د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې له ایران او پاکستان څخه د کډوالو پراخې ستنیدنې په افغانستان کې بشري بحران خورا سخت کړی دی. په دې هیواد کې لا هم میلیونونه زیان منونکي خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د دې ادارې اجرایوي مرستیال ویلي چې یوازې تیر کال شاوخوا دوه نیم میلیونه کسان افغانستان ته په ستنیدو اړ شوي دي. د دې کسانو لویه برخه پرته له کومې شتمنۍ او لومړنیو امکاناتو څخه د تورخم سرحدي لارې له لارې هیواد ته داخل شوي دي.

افغانستان په وروستیو میاشتو کې د ستنیدونکو کډوالو د راتګ سربیره د بشري مرستو د بودیجې له کمښت او زلزلې سره هم مخامخ شوی دی. نړیوال بنسټونه د خپلو مرستو د دوام لپاره بیړنۍ بودیجې ته اړتیا لري.

#افغانستان #مهاجرت #ملګري\_ملتونه #بشري\_بحران

🌐

Author