د یوه نړیوال بنسټ نوی راپور ښیي چې د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته، د نجونو پر زده کړو د سختو محدودیتونو ترڅنګ، په ټول افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی دی.
دا راپور چې د بریتانیا په پارلمان کې وړاندې شو، ښیي چې افغانانو لپاره عصري زده کړو ته لاسرسی کم شوی دی. د دې موندنو پر بنسټ، نجونې په بشپړه توګه له منځنیو او لوړو زده کړو بې برخې شوې او مدرسو د ښوونځیو ځای نیولی دی.
دا څېړنه په څو ولایتونو کې له ښځو او نارینه وو سره د سلګونو مرکو پر بنسټ چمتو شوې ده. څېړونکو خبرداری ورکړی چې دې وضعیت د افغان کورنیو پر ټولنیز او اقتصادي وضعیت ژورې منفي اغېزې کړې دي.
#دنجونو\_زده\_کړې #افغانستان #دښځو\_حقونه
🌐