په قطر کې د رسنیزو مطالعاتو یوه استاد ویلي چې ښايي د امریکا متحده ایالات په راتلونکو ورځو کې د ایران پر وړاندې پوځي شخړه او جګړه بیا پیل کړي. دا مسله کولای شي په سیمه کې کړکېچ لا پسې زیات کړي.
محمد المصري الجزیرې شبکې ته ویلي چې په واشنګټن کې د پرېکړې کولو فضا تر ډېره د سخت دریځو څېرو او اسرائیلي چارواکو تر اغېز لاندې ده. د هغه په وینا، د ډونلډ ټرمپ شاوخوا د بېلابېلو کسانو شتون د هغه پر پرېکړو مستقیم اغېز کړی دی.
دا شنونکی وايي چې په وروستیو خبرو کې د ایران مقاومت د واشنګټن له هیلو سره په ټکر کې و او همدې چارې کړکېچ زیات کړی دی. خو تر اوسه په امریکا یا ایران کې کوم رسمي چارواکي دا سناریو نه ده تایید کړې.
#امریکا #ایران #منځنی\_ختیځ
🌐