د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یوناما له مرستیالې جورجټ ګانیون سره په کتنه کې په ملګرو ملتونو کې د افغان استازو پر شتون ټینګار وکړ. نوموړي دا حضور د افغانانو حق او د حکومت مسوولیت وباله.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راتلونکې غونډې په هکله خبرې وکړې. د یوناما چارواکې هم له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر تعامل او د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا په فشار سره په افغانستان کې د یوناما ماموریت یوازې د دریو میاشتو لپاره غځولی و.
#افغانستان #ملګري\_ملتونه #یوناما
🌐