په بدخشان ولایت کې سیمه ییزې سرچینې تاییدوي چې د سرو زرو د کانونو پر سر د شخړو له زیاتېدو وروسته د طالبانو حکومت یو سلو پنځوس کسیزه نوی نظامي قطعه شکي ولسوالۍ ته رسېدلې ده. دا ځواکونه په پرمختللو وسلو سمبال دي.
د طالبانو د حکومت د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت هم د دې اختلافاتو د حل لپاره بدخشان ولایت ته سفر کړی دی. د جمعه فاتح په څیر د ځینو سیمه ییزو قوماندانانو سرغړونې په کابل کې د چارواکو اندیښنې پارولي دي.
تر دې مخکې د طالبانو د کانونو رییس سیمه ییزو ځواکونو ته خبرداری ورکړی و چې د کانونو په چارو کې لاسوهنه ونه کړي. سره له دې په ځینو سیمو کې د سرو زرو استخراج درول شوی او د نورو کسانو د نیول کېدو احتمال شته.
#بدخشان #طالبان #سره\_زر
🌐