په کندهار ولایت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان کړی چې په دې ولایت کې یې د سانګې، زیور او تحسین القرآن په نومونو درې سیمه ییزې راډیوګانې تړلې دي.

مسوولو چارواکو د دې اقدام لامل د رسمي جواز نشتوالی، د ټاکل شویو مالیاتو نه ورکول او د غیر معیاري خپرونو خپرول بللي دي. د دوی په وینا، تر هغه چې قانوني اسناد بشپړ نه شي، دې رسنیو ته به د بیا فعالیت اجازه ور نه کړل شي.

بل خوا د دې رسنیو مسوولین د پیچلو اداري پروسو او درنو مالیاتو څخه شکایت کوي. د افغانستان د خبریالانو مرکز هم دا اقدام په هېواد کې پر خپلواکو رسنیو د فشارونو د زیاتوالي یوه نښه بللې او په کلکه یې غندلی دی.

#کندهار #رسنۍ #افغانستان #خبریالان

🌐

Author