د پاکستان پولیسو تایید کړې چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ملیشو ترمنځ په سخته نښته کې نهه ویشت کسان وژل شوي دي. پاکستاني چارواکو دا وسله وال کسان ترهګرو ډلو ته منسوب کړي دي.
دا خونړۍ نښته د بنو ولسوالۍ په بارکزي اخوندخېل سیمه کې رامنځته شوې ده او په وژل شویو کې ولسي وګړي او د پولیسو ځواکونه هم لیدل کیږي. په دې پېښه کې د څو ولسي وګړو په ګډون لس نور کسان ټپیان شوي دي.
سیمه ییزې سرچینې وايي چې په دې سیمه کې لا هم حالات ترینګلي دي او له دواړو لوریو د ډزو غږونه اورېدل کیږي. پولیسو ادعا کړې چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو دوه لوړپوړي قوماندانان هم وژل شوي دي.
🌐 #خیبرپښتونخوا #پاکستان #وسله\_واله\_نښته #امنیت