د چین او پاکستان چارواکو په بیجینګ کې د شهباز شریف له سفر وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان په اړه پر نږدې همغږۍ ټینګار وکړ. دواړو هیوادونو په سیمه کې د وسله والو ډلو د فعالیتونو په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه او د طالبانو له حکومت سره یې پر درې اړخیزو غونډو هوکړه وکړه.

په دې اعلامیه کې په ځانګړي ډول د پاکستاني طالبانو تحریک او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ نومونه اخیستل شوي دي. پیکینګ او اسلام اباد د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې هیڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو هیوادونو پر ضد وکاروي.

چین په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ د سرحدي تاوتریخوالي د کمولو لپاره د منځګړي رول لوبولی دی. دا هڅې په داسې حال کې کیږي چې سیمه ایز ثبات د ټولو خواوو لپاره خورا مهم دی.

🌐 #افغانستان #چین #پاکستان #امنیت

Author