سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې د طلوع نیوز تلویزیوني شبکې دوه خبریالان منصور نیازي او عمران دانش تازه د طالبانو د استخباراتو له بنده خوشې شوي دي.
دا دوه خبریالان چې د دې رسنۍ د سیاسي خپرونو ویاندویان او مسوولین دي نږدې دوه اونۍ وړاندې په کابل ښار کې له کوم روښانه دلیل پرته نیول شوي وو.
د رسنیو ملاتړو بنسټونو تل پر افغان خبریالانو د مخ په زیاتیدونکو فشارونو نیوکه کړې او په هیواد کې یې د هغوی د ځاني او کاري امنیت د تامین غوښتنه کړې ده.
#حقوق\_بشر #خبریالان #طلوع\_نیوز #افغانستان
🌐