د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان ویلي چې د پاکستان پولیسو افغان خبریال او د الهام ټلویزیون رییس سید قاسم هاشمي نیولی دی.
د راپورونو له مخې، نوموړی د اسلام اباد پر لویه لار نیول شوی او تر اوسه یې د ساتنې ځای او روغتیایي وضعیت په اړه معلومات نشته.
یاد سازمان دغه کړنه د بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي چې د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
#افغان\_خبریال #پاکستان #بشري\_حقونه #رسنۍ
🌐