د افغانستان الف کرکټ لوبډله په یو ورځنیو درې اړخیزو سیالیو کې د هند او سریلانکا پیاوړو لوبډلو پر وړاندې میدان ته ښکته کیږي. دا لوبې به د جون په میاشت کې د سریلانکا په کوربه توب ترسره شي.

دا سپورتي سیالۍ د جون له نهمې نیټې پیلیږي او د همدې میاشتې تر یو ویشتمې نیټې به دوام وکړي. افغان لوبغاړو په دې مهم ټورنمنټ کې د ښه ځلیدو لپاره خپل تمرینات پیل کړي دي.

د راپورونو له مخې، افغانستان به د میاشتې په یوولسمه، دیارلسمه، اوولسمه او نولسمه نیټه د خپلو سیالانو پر وړاندې لوبه وکړي. دا سیالۍ د هیواد د کرکټ د ځوانو استعدادونو د ارزونې لپاره یو ښه فرصت دی.

#کرکټ #افغان\_سپورت #افغانستان

🌐

Author