د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق خبرداری ورکړی چې د نجونو پر زده کړو دوامداره محدودیتونه د افغانستان د راتلونکي لپاره جدي پایلې لري. دې بندیزونو د کار په بازار کې د ښځو ګډون ډیر کم کړی دی.
د یونیسف د تحلیل له مخې، هر کال چې د طالبانو حکومت زده کړې محدودوي، ناوړه اقتصادي پایلې له ځانه سره لري. دې ادارې ټینګار کړی چې له ښوونځیو څخه د نجونو محرومول د هیواد د اقتصادي ودې د کمیدو لامل کیږي.
یونیسف له چارواکو غوښتي چې د نجونو پر منځنیو او لوړو زده کړو بندیز لغوه کړي. دا ګام کولی شي د ماشومانو د روغتیا ښه والي او په ټولنه کې د ښځو لپاره د کاري فرصتونو په زیاتولو کې مرسته وکړي.
#دنجونوزده\_کړې #افغان\_میرمنې #یونیسف
🌐