د فرانسې قضایي چارواکو اعلان کړی چې څوارلس کسان به د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو د مرګونې پېښې په تړاو محاکمه کړي. په دې تورنو کسانو کې ډېری یې افغان او عراقي اتباع دي چې نیول شوي دي.

دا دوسیه د تېرو کلونو یوې پېښې پورې اړه لري چې په کې اووه ویشت کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ. پر دې کسانو د انسان قاچاق او غیر قصدي وژنې تورونه لګول شوي دي.

د فرانسې د سازمان شویو جرمونو ادارې تایید کړې چې دې کسانو د دغه خطرناک سفر په جوړولو کې لاس درلود. فرانسه لا هم بریتانیا ته د رسېدو لپاره د افغان کډوالو یوه له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.

#کډوالي #افغان #فرانسه

🌐

Author