د آلمان حکومت لږ تر لږه دوه دېرش افغان کډوال د یوې ځانګړې الوتنې له لارې له لایپزیګ هوایي ډګر څخه کابل ته اخراج کړل. په دې کسانو کې هغه سړي شامل وو چې په آلمان کې پر درنو جرمونو تورن او محکوم شوي وو.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې دا اخراج د طالبانو حکومت سره د مستقیمې هوکړې پر بنسټ شوی دی. که څه هم آلمان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د خپلو کډوالۍ تګلارو د پلي کولو لپاره ورسره همکاري کوي.
دا پرېکړه په داسې حال کې عملي شوه چې لسګونو لاریون کوونکو په هوایي ډګر کې راټول شوي وو او له دې بهیر سره یې مخالفت وښود. د کډوالو د اخراج دې تګلارې د آلمان په پارلمان کې هم د بېلابېلو ډلو له توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
#کډوالي #افغان #آلمان
🌐