د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ چې په کونړ او هلمند ولایتونو کې د پولیو ویروس دوه نوې پیښې پیژندل شوې دي. د دې پیښو په ثبتولو سره، روان کال په افغانستان کې د ټولو اخته کسانو شمیر شپږو ته لوړ شو.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هیوادونه دي چې د پولیو وحشي ویروس لاهم پکې له منځه نه دی تللی. راپورونه ښیي چې په فاضله اوبو کې هم د دې ویروس مثبتې چاپیریالي نمونې پیژندل شوې او ثبت شوې دي.

د طالبانو د حکومت لخوا په کور په کور کمپاینونو لګول شویو محدودیتونو او جوماتونو ته د هغو لیږدولو، د واکسیناسیون بهیر ګډوډ کړی دی. روغتیایی بنسټونه خبرداری ورکوي چې د خپریدو مخنیوي لپاره د واکسیناسیون دوام اړین دی.

🌐 #طب #پولیو #افغانستان #روغتیا

Author