د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت کابل ته د قزاقستان د یوه لوړپوړي پلاوي د راتګ خبر ورکړی دی. دا پلاوی د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین په مشرۍ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره افغانستان ته راغلی دی.
د دې سفر اصلي موخه د افغان او قزاق سوداګریز فورم جوړول او په کابل کې د قزاقستان د تولیداتو نندارتون پرانیستل ښودل شوي دي. دا پیښه د پانګونې جلبولو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره ښه فرصت برابروي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د پاکستان لخوا د پولو تړلو له امله خپل سمندري ترانزیتي مسیرونه له لاسه ورکړي دي. اوس افغان سوداګر اړ دي چې خپل ډیری اړین توکي او خوراکي مواد د منځنۍ اسیا له لارې وارد کړي.
🌐 #اقتصاد #افغانستان #قزاقستان