یو شمېر اروپایي قانون جوړونکو او د بشري حقونو فعالانو په یوه پرانیستي لیک کې له اروپایي ټولنې غوښتي چې په بروکسل کې د طالبانو د حکومت له استازو سره د لیدنې پروګرام لغوه کړي. دوی خبرداری ورکړی چې دا ډول تعامل به دوی ته سیاسي مشروعیت ورکړي.
د دې لیک لاسلیک کونکو اندېښنه ښودلې چې د طالبانو حکومت د اروپایي ټولنې هیڅ یو شرط نه دی پوره کړی. په دې شرطونو کې د بشري حقونو رعایتول، بشري مرستو ته د لاسرسي تضمین او د یوه ټول شموله حکومت جوړول شامل دي.
د اروپا پارلمان غړې هانا نیومن ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت د مهاجرت له موضوع څخه د سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره ګټه پورته کوي. هغې زیاته کړه چې د جنسیتي توپیر او عامه مجازاتو کلونه باید د فشارونو د زیاتوالي لامل شي، نه دا چې اړیکې ورسره عادي شي.
#افغانستان #بشري\_حقونه #اروپایی\_ټولنه
🌐