په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان کړی چې د هېواد په سویل ختیځ کې د وروستیو زلزلو زیانمن شوي لا هم له جدي ننګونو سره مخ دي. دا کورنۍ د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مرستې ته اړتیا لري.
د دې ادارې لوړ پوړې چارواکې اولګا چروکو پکتیکا ولایت ته له سفر وروسته وویل چې د نړیوالې ټولنې له مرستو سره سره، لومړنیو خدماتو ته لاسرسی ډېر محدود دی. هغې ټینګار وکړ چې د دوامداره رغونې لپاره ریښتینې پانګونې او اوږدمهاله ملاتړ ته اړتیا ده.
په دوه زره دوه ویشتم کال کې په پکتیکا ولایت کې ویجاړونکې زلزلې درانه ځاني او مالي زیانونه واړول. ملګري ملتونه وايي چې د ملاتړ ټولې ژمنې باید د ژوند د شرایطو د ښه والي او بیارغونې لپاره په عملي ګامونو بدلې شي.
#افغانستان #پکتیکا #زلزله #ملګري\_ملتونه #بشري\_مرستې
🌐